Jump to content

بلغاریا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


  
بلغاریا
بلغاریابیرغ بلغاریانښان

بلغاریا

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۴۲°۴۵′شمال ۲۵°۳۰′ختیځ / 42.75°شمال 25.5°ختيځ / 42.75; 25.5   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
ټيټه سيمه تور سمندر (0 متر )  ويکيډاټا کې (P1589) ځانګړنې بدلې کړئ
پراخوالی 110993.6 کیلومتره مربع [۲]  ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه صوفیه
رسمي ژبې بلغاريايي ژبه [۳]  ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۱۳ جولای ۱۸۷۸  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 18 کلن   ويکيډاټا کې (P3000) ځانګړنې بدلې کړئ
بې کارۍ کچه 4.1 سلنه (۲۰۱۹)[۴]  ويکيډاټا کې (P1198) ځانګړنې بدلې کړئ
نور مالومات
بېړنۍ ټليفون
شمېره
ملي نښان زمری [۵]  ويکيډاټا کې (P2238) ځانګړنې بدلې کړئ
تګلوری ښي لورۍ [۶]  ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ BG  ويکيډاټا کې (P297) ځانګړنې بدلې کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +359  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

بلغاريا چې رسمي نوم یې د بلغاريا جمهوريت دی، په سويل ختيځه اروپا کې پروت هېوا دی. د بالکان ټوله ختيځه برخه دې هېواد نېولې، شمال ته يې رومانيا، لويديځ ته يې صربستان او شمالي مقدونيا، سويل ته يې يونان او ترکيه او ختيځ ته يې تور سمندر پراته دي. د بلغاريا مساحت ۱۱۰.۹۹۴ کيلو متر مربع (۴۲،۸۵۵ ميل مربع) دی، په اروپا کې شپاړسم ستر هېواد دی. پلازمېنه او ستر ښار يې صوفيا دی، پلوديو، وارنا او بورګاس يې نور ستر ښارونه دي.

د اوسنۍ بلغاريا په ځمکه له لومړيو ټولنو څخه مېشت يو يې د نوي ډبرين پير «کارانوو» کلتور و چې تاریخ يې له زېږد مخکې ۶،۵۰۰ کال ته رسېږي. له زېږد مخکې په شپږمه او درېيمه پېړۍ کې، دا سيمه د لرغونو تراسيايانو، پارسيانو، سلتيانو او لرغونو مقدنيايانو د جګړې ډګر و؛ دا سيمه هغه مهال ارامه شوه کله چې له زېږد وروسته په ۴۵ کال کې رومي سترواکۍ دا سيمه ونيوله. کله چې رومي دولت ووېشل شو، په دې سیمه کې د قبيلو بريدونه بيا پيل شول. د شپږمې پېړۍ په شا اوخوا کې، په دې سيمه کې لومړي سلاويان مېشت وو. بلغاريايان چې د اسپاروح له خوا رهبري کېدل د (زړې سترې) بلغاريې له ځمکو څخه بريد وکړ او د اومې پېړۍ په وروستيو کې يې د تل لپاره بالکان ونيو. دوی د (دانوبي) بلغاريا بنسټ کېښود، د ختيځې رومي سترواکۍ له خوا له زېږد وورسته د ۶۱۸ کال د تړون په مټ په برياليتوب سره په رسمېت وپېژندل شوه. دې هېواد د بالکان په ډېرو برخو تسلط وموند او سيريليک خط ته په ودې ورکولو سره يې په اسلاوي کلتورونو د پام وړ اغېز پيدا کړ. لومړۍ بلغاريايي سترواکۍ د يوولسمې پېړۍ تر لومړيو پورې وپايېده، تر هغه وخته چې بيزانسي سترواک باسيل دوم دا هېواد ونيو او سترواکي يې ړنګه کړه. په ۱۱۸۵ز کال کې د یو بريالي بلغاريايي پاڅون څخه وروسته دويمه بلغاريايي سترواکي رامنځ ته شوه، کومه سترواکي چې د ايوان اسن دويم (۱۲-۱۸-۱۲۴۱) په واکمنۍ کې خپل اوج ته ورسېده. له ګڼو سختو جګړو او د اشرافو تر منځ د کشمکش څخه وروسته، دا سترواکي په ۱۳۹۶ز کال کې وپاشل شوه او د نږدې پنځو پېړيو لپاره تر عثماني واک لاندې ولاړه.

په ۱۸۷۷-۷۸ کلونو کې د روسانو او ترکانو جګړه د دې لامل وګرځېده چې د اوسنۍ بلغاريا دولت رامنځ ته شي. ډيری قومي بلغاريايان د دې هېواد له پولو بهر پاتې شول، دا چاره د غېر طبيعي احساساتو لامل وګرځېده، له ګاونډيو سره يې ګڼې جګړې رامنځ ته شوې او په دواړو نړيوالو جګړو کې يې له المان سره اتحاد وکړ. په ۱۹۴۶ز کال کې، بلغاريا د شوروي په مشرۍ د ختيځ بلاک لاندې شوه او يو سوسيال دولت وګرځېد. د ۱۹۸۹ز کال له انقلابونو وروسته کمونستي واکمن ګوند پر دې هېواد له خپلې واکمنۍ لاس پورته کړ او ګڼ ګونديزو ټاکنو ته يې اجازه ورکړه. له دې وروسته په ديموکراسۍ او د بازار پر بنسټ اقتصاد بدل شو. په ۱۹۹۱ز کال کې د  يو ديموکراتيک اساسي قانون له خپلولو راهيسې، د بلغاريې نظام يو اتحادي پارلماني جمهوريت او له اته ويشتو ولايتونو څخه جوړ دی چې په سياسي، اداري او اقتصادي برخه کې په لوړه کچه متمرکز دی.

بلغاريا تر ودې لاندې هېواد دی، له منځنۍ کچې د لوړ عايد اقتصاد لري، د بشري ودې اندازې (شاخص) په برخه کې شپږپنځوسمه درجه دی. د دې هېواد د بازار اقتصاد د اروپا د يو بازار برخه ده او تر ډېره بريده په خدماتو، له هغې وروسته په صنعت –په ځانګړي ډول د ماشينونو په جوړولو او کانونو کې – او کرنې ولاړ دی. پراخه فساد د دې هېواد تر ټولو ستره ټولنيزه اقتصادي ستونزه ده، په ۲۰۱۸ز کال کې بلغاريا د اروپا په کچه تر ټولو فاسد هېواد بلل شوی و. دا هېواد همدا راز د نفوس له بحران سره هم مخ دی، په داسې حال کې چې له ۱۹۹۰ز کال راهيسې يې هر کال نفوس کمېږي، اوس يې د وګړو شمېر نږدې اوه ميليونه دی، په داسې حال کې چې په ۱۹۸۸ز کال کې د نږدې نهه ميلیونه څخه ښکته دی. بلغاريا د ارويايي ټولنې او اروپايي شورا غړی دی؛ همدا راز د OSCE جوړونکی غړی دی، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا کې يې درې ځلې يوه څوکۍ تر لاسه کړې ده.[۷]

د نوم رېښې

بلغاريا نوم له بلغر څخه اخستل شوی دی، هغه اصلي ترکي قبيله چې لومړۍ بلغاريايي سترواکي يې جوړه کړې وه. نوم يې په بشپړه نه دی څرګند شوی او ستونزمنه ده چې له زېږد وروسته له څلورمې پېړۍ مخکې يې تاريخ وموندل شي، خو دا شونې ده چې د پروټو-ترکي ټکي « bulģha» څخه اخستل شوی وي (معنا يې ده: ګډ، لړل، خوځول) او د دې اشتقاق « bulgak» دی (چې معنا يې ده: انقلاب، بد نظمي). شونې ده چې دا معنا نوره هم پراخه شي «باغي»، «هڅول»، يا «د بد نظمۍ يو حالت پیدا کول» وبلل شي او په همدې ډول له دې څخه د اخستل شوي ټکي معنا به وي «بدنظمي جوړونکي». په داخلي اسيا کې قومي ډلې د غږ له اړخه ډېر ځله  دې ته په ورته نومونو نومول شوی دي، لکه « Buluoji» د پنځو بربري ډلو يوه برخه چې د څلورمې پېړۍ په اوږدو کې د «شريک توکم» او «ستونزو پېښونکو» په توګه انځور شوي دي.[۸][۹][۱۰][۹][۱۱][۱۲][۱۱][۱۳]

تاریخ

له تاريخ مخکې او لرغونی پړاو

د نياندرتال پاتې شوني چې تاريخ يې ۱۵۰،۰۰۰ کلونو پخوا يا منځني ډبرين پير ته رسېږي، د انسانانو د فعاليت ځينې هغه لومړي اثار دي چې په اوسنۍ بلغاريا کې موندل شوي دي. د هومو ساپينس پاتې شونو تاريخ چې دلته موندل شوي ۴۷،۰۰۰BP ته رسېږي. دا پايلې اروپا ته د نويو انسانانو د رسېدلو څرګندونه کوي. د «کارانو» کلتور له زېږد مخکې د ۶،۵۰۰ په شا او خوا کې منځ ته راغلی او په دې سيمه کې د نوي ډبرين پير له ګڼو ټولنو څخه يو و چې په کروندګرۍ کې يې وده وکړه. د مسو د پړاو «ورنا» کلتور (له زېږد مخکې پنځمه زريزه) ته د سروزرو د صفا کولو د ابداع کولو نسبت کېږي. د وارنا اړند د نکروپليس خزانه په نړيواله کچه تر ټولو لرغوني د سرو زرو ګاڼې لري چې د اټکل تر مخې ۶،۰۰۰ کلونو پخوا ته رسېږي. دا خزانه په اروپايي ټولنو کې د لومړۍ ټولنيزې سلسله مراتب او ډلبندۍ په پوهېدو کې د ازرښت وړ ده.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د اوسنيو بلغاريايانو د نيکونو له درې ډلو څخه تراکيان له زېږد مخکې د دولسمې پېړۍ په يو مهال کې په بالکان ټاپووزمه کې راڅرګند شول. تراکيانو د فلزاتو په کارولو کې مهارت تر لاسه کړ او يونانيانو ته يې ارفين او ډآيونيسيايي ډلې ورکړې، خو خپله قبايلي او بې هېواده پاتې شول. پارسي هخامنشي سترواکۍ له زېږد مخکې په شپږمه پېړۍ کې د اوسنۍ بلغاريې ځينې برخې ونېولې (په ځانګړي ډول ختيځه بلغاريا) او له زېږد مخکې تر ۴۷۹ کال پورې يې په دې سيمه واکمني وکړه. دې بريدونو د تراکيانو له يووالي سره مرسته وکړه او د دې قبيلو ډېرې يې د «تريس» پاچا تر واک لاندې يو شوې، تر څو له زېږد مخکې په ۴۷۰ کلونو کې يې اودريسي پاچايي جوړه کړه. دا پاچايي له زېږد مخکې په ۳۴۱ کال کې د مقدونيا د دویم فليپ له خوا کمزورې او تر واک لاندې راوستل شوه، په درېيمه پېړۍ پرې سلواکيانو بريد وکړ او په پايله کې له زېږد وروسته په ۴۵ کال کې د رومي سترواکۍ يو ولايت وګرځېد.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۵][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۱][۳۳][۳۴][۳۵][۳۱]

له زېږد وروسته د لومړۍ پېړۍ په پای ته رسېدو سره، د بالکان په ټوله ټاپووزمه رومي حکومت منځ ته راغلو او د څلورمې پېړۍ په شا او خوا کې به دې سيمه کې د مسيحيت خپرېدل پيل شول. د ۳۸۱ کال په شا او خوا کې د ننۍ شمالي بلغاريا کې د ګوتيک قسيس اولفيلاس له خوا ګوتيک سپیڅلی کتاب (انجيل) – د جرماني ژبې لومړی کتاب – جوړ شو. په ۴۷۶ز کال کې د روم له سقوط وروسته دا سيمه تر بيزانسي واک لاندې راغله. بيزانس د پارس په وړاندې په يوه اږده جګړه کې ښکېل و او نه يې شول کولای بربريانو د بريدونو په وړاندې د خپلو بالکاني سيمو څخه دفاع وکړي. په دې سره سلاويان وتوانيدل چې د بلکان ټاپووزمې ته د لوټمارو په توګه داخل شي، په لومړي سر کې د دانوب سيند او د موزيا په نوم مشهورو د بالکان د غرونو له لارې. کرار کرار د دې ټاپووزمې داخلي سيمې د سويلي سلاويانو هېواد شو، چا چې د يوې ديموکراسۍ لاندې ژوند کاوه. په کليوالو سيمو کې نيمه هلني شوي، رومي شوي او ګوتيک شوي تراسيان اسلاويانو په ځآن کې جذب کړل.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۲]

جغرافیه

اقتصاد

تاریخ

د بلغاریا تاریخ له میلاد نه ۳۵۰۰ کاله وړاندی رسیږي د بلغاریا لومړني اوسیونکي ترامیان وو.

پوهنه

کلتور او ژبي

د بلغاریا هیواد کابو ۸۴% وګړي بلغاریایان دي ۱۰%سلنه ترکان او نور د نودږرو قومونو ادږړوند دي. د یاد هیواد ۷۶% سلنه وګړي مسیحیان دي ۱۰% مسلمانان او ۱۲% بی دینان دي.

اداري ویش

# ولایت مرکز مساحت
km2
وګړي
(۲۰۱۱)
د وګړو ویش
سیمه
استارا زاګورا استارا زاګورا ۵٬۱۵۱٫۱ ۳۲۷٬۵۷۶ ۶۳٫۶
اسلیون اسلیون ۳٬۵۴۴ ۱۹۷٬۴۷۳ ۵۵٫۷
اسمولیان اسمولیان ۳٬۱۹۳ ۱۲۱۷۵۲ ۳۸٫۱
بلاګووګراد بلاګووګراد ۶٬۴۴۹٫۵ ۳۲۳٬۵۵۲ ۵۰٫۲
بورګاس بورګاس ۷٬۷۴۸٫۱ ۴۱۵٬۸۱۷ ۵۳٫۷
پازارجیک پازارجیک ۴٬۴۵۸ ۲۷۵٬۵۴۸ ۶۱٫۸
پرنیک پرنیک ۲٬۳۹۰٫۵ ۱۳۳٬۵۳۰ ۵۵٫۹
پلون پلون ۴٬۳۳۳٫۵ ۲۶۹۷۵۲ ۶۲٫۲
پلوودیو پلوودیو ۵٬۹۷۲٫۹ ۶۸۳٬۰۲۷ ۱۱۴٫۴
ترګوویشته ۲٬۵۵۸٫۵ ۱۱۸٬۶۷۱ ۴۶٫۴
خاسکوو ۵٬۵۳۳٫۳ ۲۴۶۲۳۸ ۴۴٫۵
دوبریچ دوبریچ ۴٬۷۱۹٫۷ ۱۸۹٬۶۷۷ ۴۰٫۲
رازګراد ۲٬۶۳۷ ۱۲۵٬۱۹۰ ۴۷٫۵
روسه روسه ۲٬۸۰۳ ۲۳۵٬۲۵۲ ۸۳٫۹
سیلیسترا سیلیسترا ۲٬۸۵۱٫۱ ۱۱۹٬۴۷۴ ۴۱٫۹
شومن شومن ۳٬۳۹۰٫۲ ۱۸۰٬۵۲۸ ۵۳٫۲
صوفیه صوفیه ۷٬۰۵۹ ۲۴۷۴۸۹ ۳۵٫۱
لووچ ۴٬۱۲۸ ۱۴۱٬۴۲۲ ۳۴٫۳
کرجالی ۳٬۲۰۹ ۱۴۹٬۶۶۱ ۴۶٫۶
کیوستندیل ۳٬۰۸۴٫۳ ۱۳۶٬۶۸۶ ۴۴٫۳
ګابرووو ګابرووو ۲٬۰۲۳ ۱۲۲٬۷۰۲ ۶۰٫۷
مونتانا مونتانا ۳٬۶۳۵٫۵ ۱۴۸٬۰۹۸ ۴۰٫۷
وارنا وارنا ۳٬۸۲۰ ۴۷۵۰۷۴ ۱۲۴٫۴
وراتسا وراتسا ۳٬۶۱۹٫۷ ۱۸۶۸۴۸ ۵۱٫۶
ولیکو ترنوو ولیکو ترنوو ۴٬۶۶۲ ۲۵۸٬۴۹۴ ۵۵٫۴
ویدین ویدین ۳٬۰۳۲٫۹ ۱۰۱٬۰۱۸ ۳۳٫۳
یامبول یامبول ۳٬۳۳۶ ۱۵۱۷۲۶ ۴۵٫۵

سیاسی جوړښت

  1.   ويکيډاټا کې (P402) ځانګړنې بدلې کړئ {{cite web}}: Empty citation (help)
  2. http://www.government.bg/cgi-bin/e-cms/vis/vis.pl?s=001&p=0159&g=
  3. د ټولټال کار کتنه په: http://www.parliament.bg/bg/const/ — موضوع: 3
  4. https://www.nsi.bg/bg/content/3998/безработни-лица-и-коефициенти-на-безработица-национално-ниво-статистически-райони
  5. https://www.worldatlas.com/webimage/countrys/europe/bulgaria/bgsymbols.htm او http://bnr.bg/radiobulgaria/post/100227275/legendarniyat-bylgarski-lyv
  6. http://chartsbin.com/view/edr
  7. "Corruption Perceptions Index 2018 Executive Summary" (PDF). Transparency International. p. 12. Archived from the original (PDF) on 9 October 2022. نه اخيستل شوی 10 February 2019. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  8. Bowersock, Glen W. (1999). [[[:کينډۍ:Google books]] Late Antiquity: a Guide to the Postclassical World]. Harvard University Press. p. 354. ISBN 978-0674511736. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Chen 2012، م. 97.
  10. Petersen, Leif Inge Ree (2013). [[[:کينډۍ:Google books]] Siege Warfare and Military Organization in the Successor States (400–800 AD): Byzantium, the West and Islam]. Brill. p. 369. ISBN 978-9004254466. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Golden 1992، م. 104.
  12. Chen 2012، مم. 92–95, 97.
  13. Golden 1992، مم. 103–104.
  14. Tillier, Anne-Marie; Sirakov, Nikolay; Guadelli, Aleta; Fernandez, Philippe; Sirakova, Svoboda (October 2017). "Evidence of Neanderthals in the Balkans: The infant radius from Kozarnika Cave (Bulgaria)". Journal of Human Evolution. 111 (111): 54–62. doi:10.1016/j.jhevol.2017.06.002. PMID 28874274.
  15. Fewlass, H, Talamo, S, Wacker, S, et al. (2020). "A 14C chronology for the Middle to Upper Palaeolithic transition at Bacho Kiro Cave, Bulgaria". Nature Ecology & Evolution. 4 (6): 794–801. doi:10.1038/s41559-020-1136-3. PMID 32393865. S2CID 218593433.
  16. Hublin, J, Sirakov, N, Aldeias, V, et al. (2020). "Initial Upper Palaeolithic Homo sapiens from Bacho Kiro Cave, Bulgaria" (PDF). Nature. 581 (7808): 299–302. Bibcode:2020Natur.581..299H. doi:10.1038/s41586-020-2259-z. PMID 32433609. S2CID 218592678.
  17. Gimbutas, Marija A. (1974). [[[:کينډۍ:Google books]] The Gods and Goddesses of Old Europe: 7000 to 3500 BC Myths, Legends and Cult Images]. University of California Press. pp. 29–32. ISBN 978-0520019959. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  18. Roberts, Benjamin W.; Thornton, Christopher P. (2009). "Development of metallurgy in Eurasia". Antiquity. Department of Prehistory and Europe, British Museum. 83 (322): 1015. doi:10.1017/S0003598X00099312. S2CID 163062746. نه اخيستل شوی 28 July 2018. In contrast, the earliest exploitation and working of gold occurs in the Balkans during the mid-fifth millennium BC, several centuries after the earliest known copper smelting. This is demonstrated most spectacularly in the various objects adorning the burials at Varna, Bulgaria (Renfrew 1986; Highamet al. 2007). In contrast, the earliest gold objects found in Southwest Asia date only to the beginning of the fourth millennium BC as at Nahal Qanah in Israel (Golden 2009), suggesting that gold exploitation may have been a Southeast European invention, albeit a short-lived one.
  19. de Laet, Sigfried J. (1996). [[[:کينډۍ:Google books]] History of Humanity: From the Third Millennium to the Seventh Century BC]. UNESCO / Routledge. p. 99. ISBN 978-92-3-102811-3. The first major gold-working centre was situated at the mouth of the Danube, on the shores of the Black Sea in Bulgaria {{cite book}}: Check |url= value (help)
  20. Grande, Lance (2009). [[[:کينډۍ:Google books]] Gems and Gemstones: Timeless Natural Beauty of the Mineral World]. University of Chicago Press. p. 292. ISBN 978-0-226-30511-0. The oldest known gold jewelry in the world is from an archaeological site in Varna Necropolis, Bulgaria, and is over 6,000 years old (radiocarbon dated between 4,600 BC and 4,200 BC). {{cite book}}: Check |url= value (help)
  21. Anthony, David W.; Chi, Jennifer, eds. (2010). [[[:کينډۍ:Google books]] The Lost World of Old Europe: The Danube Valley, 5000–3500 BC]. Institute for the Study of the Ancient World. pp. 39, 201. ISBN 978-0-691-14388-0. grave 43 at the Varna cemetery, the richest single grave from Old Europe, dated about 4600–4500 BC. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  22. "The Gumelnita Culture". Government of France. Archived from the original on 13 October 2012. نه اخيستل شوی 4 December 2011. The Necropolis at Varna is an important site in understanding this culture.
  23. "Bulgaria Factbook". United States Central Command. December 2011. Archived from the original on 18 October 2011. نه اخيستل شوی 4 October 2018.
  24. Schoenberger, Erica (2015). [[[:کينډۍ:Google books]] Nature, Choice and Social Power]. Routledge. p. 81. ISBN 978-0-415-83386-8. The graves at Varna range from poor to richly endowed, suggesting a rather high degree of social differentiation. Their discovery has led to a re-evaluation of the form of social organization characteristic of the Varna culture and of the onset of social stratification in Neolithic cultures. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Crampton 1987، م. 1.
  26. "Bulgar". Encyclopædia Britannica. 
  27. Boardman, John; Edwards, I.E.S.; Sollberger, E. (1982). [[[:کينډۍ:Google books]] The Cambridge Ancient History – part 1: The Prehistory of the Balkans, the Middle East and the Aegean World, Tenth to Eighth Centuries BC]. Vol. 3. Cambridge University Press. p. 53. ISBN 978-0521224963. Yet we cannot identify the Thracians at that remote period, because we do not know for certain whether the Thracian and Illyrian tribes had separated by then. It is safer to speak of Proto-Thracians from whom there developed in the Iron Age {{cite book}}: Check |url= value (help)
  28. Kidner, Frank (2013). [[[:کينډۍ:Google books]] Making Europe: The Story of the West]. Cengage Learning. p. 57. ISBN 978-1111841317. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  29. Allcock, John B. "Balkans". Encyclopædia Britannica.  
  30. Allcock, John B. "Balkans". Encyclopædia Britannica.  
  31. ۳۱٫۰ ۳۱٫۱ ۳۱٫۲ Roisman 2011، مم. 135–138, 343–345.
  32. Nagle, D. Brendan (2006). Readings in Greek History: Sources and Interpretations. Oxford University Press. p. 230. ISBN 978-0199978458. However, one of the Thracian tribes, the Odrysians, succeeded in unifying the Thracians and creating a powerful state
  33. Ashley, James R. (1998). [[[:کينډۍ:Google books]] The Macedonian Empire: The Era of Warfare Under Philip II and Alexander the Great, 359–323 B.C]. McFarland & Company, Inc. pp. 139–140. ISBN 978-0786419180. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  34. O Hogain, Daithi (2002). [[[:کينډۍ:Google books]] The Celts: A History]. The Boydell Press. pp. 69–71. ISBN 978-0851159232. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  35. Gagarin, Michael, ed. (2010). [[[:کينډۍ:Google books]] The Oxford Encyclopedia of Ancient Greece and Rome]. Vol. 1. Oxford University Press. p. 55. ISBN 978-0-19-517072-6. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  36. Allcock, John B. "Balkans". Encyclopædia Britannica.  
  37. "Ulfilas". Encyclopædia Britannica. 
  38. Bell, John D. "The Beginnings of Modern Bulgaria". Encyclopædia Britannica.  
  39. Singleton, Fred; Fred, Singleton (1985). [[[:کينډۍ:Google books]] A Short History of the Yugoslav Peoples]. Cambridge University Press. pp. 13–14. ISBN 9780521274852. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  40. Fouracre, Paul; McKitterick, Rosamond; Reuter, Timothy; Abulafia, David; Luscombe, David Edward; Allmand, C.T.; Riley-Smith, Jonathan; Jones, Michael (1995). [[[:کينډۍ:Google books]] The New Cambridge Medieval History: Volume 1, c. 500 – c. 700]. Cambridge University Press. p. 524. ISBN 9780521362917. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  41. Curta, Florin (2001). The Making of the Slavs: History and Archaeology of the Lower Danube Region, c. 500–700 (PDF). Cambridge University Press. pp. 311–334. ISBN 9781139428880. Archived from the original (PDF) on 26 March 2016. نه اخيستل شوی 20 August 2018.
  42. ۴۲٫۰ ۴۲٫۱ MacDermott 1998، م. 19.
  43. Detrez, Raymond (2014). Historical Dictionary of Bulgaria. Rowman & Littlefield. p. 5. ISBN 978-1442241794.
  44. Parry, Ken, ed. (2010). The Blackwell Companion to Eastern Christianity. Wiley-Blackwell. p. 48. ISBN 978-1444333619. The conquest of the Balkans and the rise of the Bulgarian Empire was not a disaster for the indigenous population and its material and spiritual culture. The settlers and the local Romanized or semi-Romanized Thraco-Illyrian Christians influenced each other's way of life and socio-economic organization, as well as each other's cultures, language and religious outlook.
  45. Wolfram, Herwig (1990). [[[:کينډۍ:Google books]] History of the Goths]. University of California Press. p. 8. ISBN 978-0520069831. {{cite book}}: Check |url= value (help)