BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • A trader covering his face with his hand. He is wearing a blue shirt and is leaning on a desk. In the background four laptops with graphics on the screen.

    د ونډو بازار کې ګډوډي: دا حالت به پر تاسو څه اغېز ولري؟

    په ټوله نړۍ کې وروسته له هغه د ونډو بازارونه راولوېدل چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ګڼ هېوادونو نوې تعرفې ولګولې. ډېری خلک اندېښمن دی چې دا وضعيت به د دوی پر ژوند څه اغېز وکړي. د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د شانګهای، توکيو، سېډني او هانګ کانګ د ونډو بازارونه په هغه اندازه راپرېوتل چې په تېرو لسيزو کې يې ساری نه و ليدل شوی.

  • Men walk next to World Food Programme (WFP) trucks with aid after an earthquake in Gayan district, Paktika province, on June 24, 2022. - Many survivors of Afghanistan's deadliest earthquake in more than two decades were on June 24 without food, shelter and water as they waited in devastated villages for relief workers to reach them, with rain compounding their misery. (Photo by Ahmad SAHEL ARMAN / AFP) (Photo by AHMAD SAHEL ARMAN/AFP via Getty Images)

    د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون ۱۴ هېوادونو سره د بشري ‌مرستو بندېدو پرېکړه کړې

    رویټرز خبري اژانس وايي، د ډونلډ ټرمپ اداره د افغانستان په کډون د نړۍ له شاوخوا ۱۴ هېوادونو سره د امریکا لخوا د بشري مرستو پاتې برخه هم 'تر ډېره' پای ته رسوي. د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (یواېس ایډ) د بشري چارو ادارې پخوانۍ مشرې سارا چارلېس او نهو نورو سرچینو چې رویټرز وايي شپږ پکې د امریکا د بشري مرستو برخې برحاله چارواکي دي، د دې موضوع پخلی کړی دی. د خوړو نړیوال پروګرام (ډبیلو اېف پي) پر دې ژوره خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې د امریکا لخوا د بشري مرستو بندېدل د میلیونونو کسانو لپاره چې پر دغو مرستو پايي، پر مرګ د محکومېدو مانا لري.

  •  یو شمېر بهرني وګړي د کار او سیلانۍ په موخه د اسلام قلعه، حیرتان، اقینې، اشکاشم بندرونو او د کابل او کندهار هوايي ډګرونو له لارې هم افغانستان ته تللي.

    طالبان: تېر کال لسګونه زرو بهرنیانو افغانستان ته سفر کړی دی

    د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې یې افغانستان ته له ۳۴ زرو ډېرو بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی. د احصایې او معلوماتو ادارې له خوا خپرې شوې شمېرې ښيي، تېر کال د ۵۹۸ ښځینه‌وو په ګډون ۱۸ زره او ۸۴۶ بهرنيو وګړو افغانستان ته سفر کړی دی. دوی دا هم وايي، د ۳۸۲ ښځو په ګډون ۱۵ زره او ۵۶۵ تنه له هېواده وتلي دي. له دې شمېرې ۱۸ زره او ۳۹۲ تنه د ځمکې له لارې او ۴۵۴ تنه نور د هوا له لارې افغانستان ته ورغلي دي.

  • اعدام

    نړۍ کې د اعدامونو شمېر تېرو لسو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی

    د بښنې نړیوال سازمان وايي چې په تېر ۲۰۲۴ کال نړۍ کې د اعدامونه کچه پام وړ شوې وه. د اعدام د حکمونو او تطبیق په اړه د دې نادولتي موسسې په وروستي رپوټ کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې ټولټال ۱۵۱۸ کسان اعدام شوي دي، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۳۲ سنله ډېروالی ښيي. دا په داسې حال کې ده چې د مرګ سزا د پلي کوونکو هېوادونو شمېر یو څه کم شوی دی.

  • کرېکټ

    په لومړي ځل هلمند ولایت کې د کرېکټ رسمي کورنۍ سیالۍ کېږي

    د افغانستان په هلمند ولایت کې د مېرویس نېکه په نوم د کورني کرېکټ لومړۍ رسمي لوبې کېږي. لومړۍ لوبه د مس عینک او امو لوبډلو ترمنځ ده. د میرویس نېکه درې ورځنۍ سیالیو غوره لوبغاړي د افغانستان لېست اې او احمدشاه ابدالي لومړۍ درجې سیالیو ته لار مومي.

له خبرونو ور هاخوا

څه؟ څنګه؟ ولې؟

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

د منځني ختیځ کړکېچ

د اقلیم بدلون

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , Second Eye, ۰۹:۲۹, ۹ اپریل ۲۰۲۵, ۱۵،۰۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۶:۳۰, ۸ اپریل ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, Technology/Sport, ۱۵:۳۰, ۸ اپریل ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده

    ټیکنالوژي = د ټیکنالوژۍ وروستي خبرونه، شننې او ارزونې

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    بي‌بي‌سي پښتو پر خواله رسنیو:

    ډېر لوستل شوي