کابل - یوناما تایید کړې چې د افغانستان په کونړ او هلمند ولایتونو کې نن سهار په ترسره شویو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان دي وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي. ملکي وګړي لا هم د پولې دواړو خواوو ته د وسله والو شخړو له امله اغېزمن کېږي. یوازې یوه اونۍ وړاندې، د سپتمبر په ۲۱مه، یوناما تایید کړه چې په کونړ ولایت کې په یوه بل هوايي برید کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي ووژل شول او څلور نور ټپیان شول. تر دې مهاله، یوناما په ۲۰۲۶ کال کې…









